د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د آزموینو ملي ادارې او دکابل ولایت مقام تر منځ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۰:۸
tveta

دکابل ولايت دتخنيکي زده کړو آمریت په يوه درې اړخيزه غونډه کې د آزموينو ملي ادارې له رييس او دکابل ولايت مقام له مسوولينو سره وکتل .

د دې غونډې محور، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د فکري او عقیدتي زده کړو د پیاوړتیا په اړه بحث، ویل شوی.

په دې ناسته کې درې واړو لوریو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د آزموینو ملي ادارې او د کابل ولایت د مقام ترمنځ د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

دغه راز په دې ناسته کې د آزموینو د اخیستو، د درسي کتابونو د چاپ او وېش پر څرنګوالي خبرې وشوې او په دې اړه لازمې پرېکړې ونیول شوې.

د آزموينو ملي ادارې رئيس محترم شيخ عبدالباقي حقاني په دې ناسته کې؛ ځوانان د هېواد د ملا تیر په توګه ياد کړل او زياته يې کړه، چې یاده اداره د ځوانانو خدمت ته ژمنه ده.

له بلې خوا د کابل ولایت د تخنیکي چارو آمر استاد رفیع الله حبیبي وايي، هڅه کوي د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې له مسوولینو سره د ناستو په ترڅ کې هوارې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته ځانګړي زده کړې!

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا په ځانګړي ډول زده کړې وړاندې کیږي. اصلي موخه، د نوموړو د شغلي ځان بسیاینې او همدارنګه کار بازار ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زده‌کوونکو فراغت

د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي فارغ شوي دي. دغه زده‌کوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې. . .

BACK TO NEWS