د کاپیسا د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر
د کاپيسا ولايت د کرنې او وترنرۍ انسټيټيوټ د وترنري څانګې محصلينو ته د دغه ښوونيز مرکز په لابراتوار کې د مايکروسکوپ په اړه روزمه ورکړل شوه.
لارښود استاد د مایکروسکوپ د اجزاو په اړه محصلینو ته په مفصل ډول معلومات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده. له همدې امله، د دې مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.