د لغمان د کرنې او وترنرۍ انسټیټيوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۵۴
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ محصلینو ته د کرنې او مالدارۍ ریاست په حیواني کلینیک کې د حیواني پرازیتونو په اړه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد دوی ته د پرازیتونو د ډولونو او د څارویو د درملنې څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، لکه څرنګه چې د یادو مرکزونو فارغان په مستقيم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.

بل پلو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS