په بغلان ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمي سویې د مالومولو آزموینه واخیستل شوه
په بغلان ولایت کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د مجاهدینو د تعلیمي سویې مالومولو آزموینه واخیستل شوه.
دبغلان ولايت دتخنيکي زده کړو آمریت مسوولين وايي چې په دې آزموينه کې له سلو تنو زیاتو مجاهدينو برخه اخيستې وه چې د تعلیمی سویې له مالومیدو وروسته به ددې ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي .
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مجاهدينو د روزنې طرحه چمتو او د ریاست الوزرا مقام منظور کړې ده. د یادې طرحې په اساس په ټول هیواد کې مجاهدینو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
اوس مهال د یو شمېر ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام دوام لري.