دلغمان د تخنیکي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۵۸
tveta

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د تخنیکي او مسلکي لیسې زده کوونکو ته د  برښنا "پاور ټرانسفارمر" په اړه د عملي زده کړو په ترڅ کې روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد او زده کوونکو د لغمان ولایت له مرکزي سب سټېشن څخه د یو علمي سفر په ترڅ کې د دغه سب سټېشن له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د زده کوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې په عملي توګه ترسره کېږي، له دې کبله ددې مرکزونو فارغان په مستقيم ډول د کار په بازار کې جذب کيږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS