«هنز دوبي» د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۹:۲۵
tveta

«هنز دوبي» د جرمني هېواد تقاعد شوو لپاره د پالیسۍ د پراختیا حقوقي ارشد مشاور، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د پلان او ستراتیژیکو همغږیو له رئیس، مولوي نېک محمد نېکمل سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. 

په دغه لیدنه کې د افغان ـ جرمن انجمن او همدارنګه د افغان جرمن خونې مسؤلینو حضور درلود.

د دغه  خبرو اترو اساسي محور، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د «جي آی زیډ» مؤسسې بیا فعالېدل ګڼل شوي دي.

په همدغه ناسته کې د پلان او ستراتيژیکو همغږیو رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د هغه د موخو به هکله جزئیات وړاندې کړل.

همدارنګه نوموړی به دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د «جي آی زید» مؤسسې د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه.

د جرمني هېواد د تقاعد شوو لپاره حقوقي مشاور وعده ورکړه چې د «جي آی زید»  مؤسسې له مسؤلانو سره به خبرې اترې کوي، ترڅو هغوی تشویق کړي چې په افغانستان، په ځانګړې توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې یوځل بیا خپل فعالیتونه پیل کړي.

له بل پلوه د افغان ـ جرمن انجمن رئیس په دغه ناسته کې د حرفوي زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د همکارۍ وعده وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت شاه جوی مسلکي لیسې زده کوونکو ته د خاورې په اړه روزنه ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی مسلکي لیسې د لسم ټولګي زده کوونکو ته د خاورې او د خاورې د ذراتو معلومولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د خاورې او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۱:۴
Background image

د زابل ولایت شاه جوی مسلکي لیسې زده کوونکو ته د نیالګیو د پیوند کولو په اړه روزنه ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ مسلکي لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د نیالګیو د پیوند کولو په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د پیوند د ډولونه، د پیوند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۹:۴۰
Background image

د کاپیسا د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ محصلینو ته د نیالګیو د پیوند کولو په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپيسا ولايت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلينو ته د یاد انسټيټيوټ په څېړنيز فارم کې د نیالګیو د پیوند کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ. . .

BACK TO NEWS