د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد جلسه جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۵:۴۲
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د تخنیکي او مسلکي چارو د مرستیال په مشرۍ د اکاډمیک بورډ جلسه جوړه شوه.

د دغه جلسې په پیل کې د اکاډمیک بورد د مخکینیو پریکړو په هکله خبرې وشوې، اړونده مسؤلینو د کړنو په هکله خپل راپورونه وړاندې کړل.

په همدې حال کې د تعلیمي چارو د ارزونې او نظارت رئیس د دغه ریاست د پروګرامونو او لاسته راوړنو په هکله توضېحات ورکړل.

د اکاډمیک بورد په ناسته کې د ځینو مرکزونو د غیر معیاري صنفونو د وضعیت په هکله خبرې وشوې، په دې هکله ګډون کوونکو خپل نظرونه شریک کړل.

همدارنګه په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي چارو اړوند نورو موضوعاتو هم بحث وشو، او جلسه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS