د ننګرهار ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې د کتابتون پرانیستل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۹:۲۸
tveta

د ننګرهار ولایت، ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې یو کتابتون د یوشمېر ځوانانو او کلتوري کسانو په حضور کې پرانیستل شو.

په دغه کتابتون کې ۶۰۰ ټوکه کتابونه، د بېلابېلو برخو لکه اقتصاد، دیني علوم او داسې نور، زده کوونکو او زده کړیالانو ته په لاس رسي کې ورکړل شول.

ښاغلی فضل باري نصرت، د ننګرهار ولایت تخنیکي آمر د یاد کتابتون په پرانیست غونډه کې له ځوانانو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د کتاب ویلو کلتور ته پراختیا ورکړي.

په همدې حال کې، د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوت زده کړیالانو، د زده کړې په یاد مرکز کې د کتابتون پرانیستلو قدرداني وکړه، او له مسؤلینو څخه د زیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه همېشه هلې ځلې کوي، ترڅو زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS