د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د لومړۍ نمبر لیلیې له ترمیم څخه څارنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۲:۵۱
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د دغې ادارې د لومړۍ نمبر ليليې د بيارغونې چارې وڅارلې.

هغه د لومړۍ نمبر لیلیې د بیارغونې له چارو څخه د لیدنې پر مهال د دې پروژې په کار کې پر شفافیت ټینګار وکړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د انجنيرانو په شتون کې د موادو له کيفيت څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي مولوي شهامت دا هم وویل چې د دې پروژې کار باید د قرارداد د متن له مخې او په پوره روڼتیا سره ترسره شي.

په ورته وخت کې مولوي غلام حیدر شهامت د کابل اتومیخانیکي له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او مسئولینو ته یې د یو شمېر مسایلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS