په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښه والي لپاره د نمونې پلان پلي شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۹:۵۵
د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ

د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان د یوې نمونې په توګه پلي کیږي.

د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ ریاست د تغییر مثبت مؤسسې په همکارۍ دا پلان په کابل کې په دوو انستیتیوتونو کې پلي کوي.

په یاده برنامه کې چې په دغه ښوونيز مرکز کې د پلان د عملي کولو په موخه په لاره اچول شوې وه؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رياست د دغې ادارې د ستراتيژۍ او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان په اړه يو سمينار وړاندې کړ.

په دغه سمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان د چمتو کولو او پلي کولو په اړه خبرې وشوې.

تر دې وړاندې هم د تخنیکي زده کړو ۲۰ مرکزونو کارکوونکو په یوه پنځه ورځني سمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان د چمتووالي او پلي کولو په اړه زده کړې ترلاسه کړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي په موخه د "تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښه والي پلان" تدوین کوي.

دغه پلان د ادارې او حسابدارۍ په انستیتوت کې هم پلی شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS