مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان له مرستیال والي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۵:۲۱
Nooristan

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یوه پلاوي په مشرۍ نورستان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د یاد ولايت له مرستيال والي مولوي فيصل مختار سره په کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د برنامو څخه د ملاتړ په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

 په دغې کتنه کې ښاغلي احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ماهر او مسلکي ځواک روزل د دغې ادارې له اصلي موخو څخه دي.

ښاغلي احساس د نورستان له مرستیال والي سره په لیدنه کې د مجاهدینو د روزنیزې طرحې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د یادې طرحې په پلي کېدو سره به د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ترڅنګ د ادارې او مدیریت زده کړو زمینه هم برابره شي.

نوموړي همدارنګه د هغه سپورتي موټر په اړه هم يادونه وکړه چې د قطر نندارتون ته وړل شوی او ويې ويل چې دغه موټر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوى دى.

 ښاغلي احساس همدا راز زیاته کړه چې د نوښت مرکز د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې په هیواد کې د نوښتګرو او خلاقو ځوانانو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

د ناستې په دوام کې د نورستان مرستيال والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د هلو ځلو او کړنو ستاينه وکړه او په یاد ولايت کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له برنامو څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغه راز په نورستان ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي هم ددغې ادارې له ښوونیزو مرکزونو څخه ليدنه وکړه .

 دوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د لیدنې پر مهال د یادو مرکزونو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

 تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د هواري په موخه د هېواد ګڼو ولایتونو ته سفرونه کړي او په پام کې ده چې دغه سفرونه به ټولو ولایتونو ته وغځول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS