په هېواد کې د نظام د پياوړتيا او د ثبات د ټينګښت په موخه د پنجشېر د ولسي جرګې برنامه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۰:۴۱
TVETA

په پنجشیر ولایت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په حضور کې په هېواد کې د نظام د پیاوړتیا او د تلپاتې ثبات په اړه یوه عامه غونډه ترسره شوه.

 په دغه مراسمو کې د پنجشېر ولایت د سیمه ییزو چارواکو ترڅنګ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت، د پلټنې ملي ادارې رئیس مولوي محمد محسن هاشمي او د ریاست الوزرا استازی مولوي احمد الله متقي هم حضور درلود.

 په دغې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست  وينا وکړه او د پنجشير ولايت خلک یی متدین، مجاهد او غیور وباله.

مولوي شهامت همدا راز زیاته کړه: « په اسلامي نظام کې د پنجشیري او کندهاري او همدارنګه د بدخشاني او ننګرهاریانو تر منځ هیڅ توپیر نشته.»

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د قومي او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل د افغانستان د خلکو د دښمنانو يوه پروژه وبلله او د خلکو پر يووالي يې ټينګار وکړ.

ښاغلي شهامت دا هم وویل، چې د پنجشیر خلک د بهرنیانو پر وړاندې په جهاد کې شهرت لري.

په دغې برنامه کې نورو دولتي چارواکو هم ويناوې وکړې او د غونډې ويناوالو د خلکو ترمنځ په يووالي او وحدت ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۱
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده کوونکو ته د بریښنايي اتصال په اړه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برښنا څانګې لسم ټولګي زده کوونکو ته د برښنایي اتصال په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۴
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د برق په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د برق، او د برښنا د سیم پیجۍ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د یاد انسټيټوټ د عملي زده کړو په ورکشاپ کې د مایکروسکوپ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په. . .

BACK TO NEWS