مولوي غلام حیدر شهامت په کابل کې د روشندلانو انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په کابل کې د روشندلانو انسټیټوټ له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د روشندلانو انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه او د یاد انسټیټوټ د محصلينو او استادانو ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.
ښاغلي شهامت د چارو د لا ښه والي په موخه د یاد انسټیټوټ مسئولینو ته لازمې سپارښتنې هم ورکړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دغې ادارې د وضعیت د ښه والي په موخه تل هڅه کوي.