د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د موبي ګروپ د بشري سرچینو له رئیس سره خبرې اترې وکړی

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۶:۲۷
 موبي ګروپ سره لیدنه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په افغانستان کې د موبي ګروپ د بشري سرچینو له رئيس ډاکټر بهمن يوسفي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي یوسفي د بشري سرچینو او د انساني پانګې او د بشري سرچینو مدیریت په برخه کې د خپلو شخصي تجربو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د یوه هېوادوال په توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او دغه کار یې خپل مسؤلیت وګاڼه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز وويل، چې هر څوک د هېواد پر وړاندې مسوول دى او خلکو ته خدمت کول د ټولو ګډه موخه ده.

ښاغلي شهامت له ښاغلي یوسفي څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ د اعلان له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د تجربو او مشورو د تبادلې په خاطر باید اړیکې دوام ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۱۷
Background image

د میدان وردگ ولایت اړوند په چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې درې میاشتني لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پای ته ورسید

د میدان وردگ ولایت اړوند په چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې درې میاشتنی لنډ مهاله روزنیز پروګرام چې د یاد ښوونیز مرکز لخوا د ۲۲۰ تنه زده کوونکو لپاره پیل شوی و، پای ته ورسید. د یاد ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۲۸
Background image

د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو د «سیم‌کشۍ» په اړه روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برښنا څانګې، یوولسم ټولګي زده‌کوونکو ته د « ساختمان د سیم‌کشۍ » په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د دې درسي جلسې په ترڅ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او شرق د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د شرق د لوړو زده کړو موسسې له مسؤلینو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د یاد تفاهم‌لیک پر. . .

BACK TO NEWS