د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس په کابل کې د ایران له کلتوري سلاکار سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۶:۹
TVETA-Plan

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له کلتوري سلاکار غلام حسين شېرزاد سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ په فرهنګي همکاريو خبرې وشوې.

په پيل کې ښاغلي نېکمل د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په هکله خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه اداره د خپلو کلتوري برنامو په برخه کې همکارۍ ته اړتيا لري.

د ایران کلتوري سلاکار هم د دغه نهاد د فعالیتونو په اړه توضیحات ورکړل او ویې ویل، اړینه ده چې لومړی باید د همکارۍ ساحې مشخصې شی.

ښاغلي شېرزاد وويل چې په کابل کې د ايران کلتورې برخه د افغانستان له بېلابېلو ادارو  سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS