د کانونو او صنایعو خونې پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسوولینو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۳:۶
ریاست پلان

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د هېواد د کانونو او صنایعو خونې له رئیس شیرباز کمین زاد او مسوولینو سره خبرې اترې وکړې.

په دغې غونډه کې د تعلیمي او تحصیلي چارو لوی رئیس مولوي مبشر اغا او د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست آمرینو هم حضور درلود.

د دغې غونډې په پيل کې د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئيس مولوي مبشر اغا د تخنيکي او مسلکي زده کړو  ادارې په اړه لازمې څرګندونې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د کارنونو او صنایعو خونې له حضور څخه مننه وکړه.

ښاغلي نیکمل دغه راز د کار بازار د اړتیا وړ څانګو د پراختیا او نورو مسایلو په برخه کې له دغې ادارې سره د کانونو او صنایعو خونې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز د هېواد د کانونو او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین زاد هم ژمنه وکړه چې د کار بازار د اړتیا وړ څانګو د رامنځته کولو او پراختیا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو لپاره به د عملي کار زمینه برابره کړي.

د هېواد د کانونو او صنایعو خونې رئيس همدارنګه زياته کړه چې دغه خونه چمتو ده چې له دغې ادارې سره د وړتيا د لوړولو او د کار د ماهر ځواک روزنې په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS