د کرنې او خوراکي توکو د پروسس انسټیټوت کې د لنډ مهاله حرفوي کورس پیل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۴:۴۰
حرفوی

دغه دری میاشتنی حرفوي کورس د کابل ښار د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون ریاست له خوا په لاره اچول شوی دی.

په دغه پروګرام کې د بدنجان رومي او مرخیړیو برخې له ۴۰ څخه  زیاتو کسانو ته تدریس کیږي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پر اهميت د ټينګار تر څنګ وويل، چې د کسب او حرفې په زده کولو سره « کولای شو حلاله روزې ترلاسه کړو.»

دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د مهارتونو ورزده کولو او د هغوی د کارپنځونې په موخه په لاره اچول کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS