د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د انګړ د پاکولو په موخه د حشر په لاره اچولی دی

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۴:۰
راه‌اندازی حشر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د خدماتو او املاکو ریاست د دغه ادارې مرکزي ودانۍ د پاکولو او تنظیمولو په موخه حشر په لاره اچولی دی.

 د دغه حشر په لومړۍ ورځ د اداري د مقام دفتر ریاست کارکوونکو ګډون کړی و.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئیس استاد مطیع الله هدایت په دغه حشر کې د کارکوونکو له ګډون څخه مننه وکړه.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خدماتو او املاکو رئیس مفتي سيد محسن سادات هم وويل، چې د ساتنې او مراقبت لپاره د پرسونل د کمښت له امله د ادارې د کارکوونکو ترمنځ یو عمومي حشر ته اړتیا وه.

ښاغلي سادات په دغه حشر کې ګډون کول عبادت وباله او زیاته یې کړه چې د اسلام سپیڅلی دین د زیار او زحمت دین دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS