د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د دغه ادارې له ولایتی آمرینو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۰
tevta

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس له ولایتي آمرینو سره خبرې اترې وکړي.

په دې کتنه کې چې د تعلیمی او تحصيلي چارو عمومي رئیس مولوي مبشر آغا هم ګډون کړى و، ولايتي آمرینو د کښېنول شویو نیالګیو د اندازې او د ساتنې په برخه کې د شويو اقداماتو په هکله راپور وړاندې کړ.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د نيالګيو ايښودلو ارزښت ته اشاره وکړه او ويې ويل، د نيالګي ايښودل يوه جاریه صدقه ده.

 ښاغلي احساس وويل چې د اسلام سپېڅلي دين مؤمنان هڅولي چې د مېوه لرونکي نيالګي کښېنوي، چې له مېوي، لرګیو او سیوري څخه يې ګټه اخیستل کېږي.

د ادارې د مقام دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت له نورو رياستونو او آمریتونو سره په همغږۍ د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل کړی و.

 د دغه کمپاین موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تعلیمي مرکزونو کې د زرغونې فضا پراخول دي.په دغه کمپاین کې څه باندې ۲۴ زره نیالګي کښېنول شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د ودانیزو کارونو پر مهال د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. یادو زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د تدریسي مدیرانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د معتمدینو ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ. د پکتیا د تخنیکي او مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل. مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS