د سرپل صیاد ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اهمیت په اړه عامه پوهاوي ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۳
 کمپاین

د سرپل د تخنیکي او مسلکي لیسې آمر او استادان د یاد ولایت صیاد ولسوالۍ ته ولاړل او د یادې ولسوالۍ د عمومي زده کړو د ښوونځیو مسؤلینو ته یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اهمیت په اړه معلومات ورکړل.

دوی د صیاد ولسوالۍ د هلکانو عالي لېسې او د دغه ولسوالۍ د انګشکه منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړیالانو د جذب پروسه د روان کال د کب په مياشت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمریت په نوښت په ټولنيزو شبکو کې هم پيل شوه.

 د دغه کمپاین موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اهمیت په اړه د پوهاوي لوړول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS