د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تاسیساتو کې څه باندې ۲۴ زره نیالګي کښېنول شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۲:۱۰
tree

د نيالګيو ايښودلو د کمپاين په ترڅ کې، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمریت له خوا د دغه ادارې د نورو رياستونو او آمریتونو سره په همغږۍ پيل شوی و، څه باندې ٢٤ زره نيالګي په کابل او ولايتونو کې کښېنول شول.

د دغه کمپاین موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تعلیمي مرکزونو کې د شنې فضاء پراخول دي.

دغه نيالګي په مرکز او ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو له خوا ورکړل شول.

چې له جملې څخه يې د میدان وردګو ولایت د چک ميدان ولسوالۍ د کثيرالرشتوي انسټیټوټ آمر، د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې ته ۲۱۰ نیالګي ډالۍ کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS