تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ځوانانو معینیت پلاوي سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۰:۱۷
رییس اداره

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوی غلام حیدر شهامت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت له يوه پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د ځوانانو لپاره د انلاین کارموندنې مرکز د جوړولو د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي شهامت په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او همدا راز یې د ځوانانو معینیت پلاوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس ته د یو هوکړه لاسلیک کولو پر موخه معرفي کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د مهاجرینو وزارت مالي معین وینا

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین، شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د الله تعالی د «شفقت او مهربانۍ» صفاتو په اړه په تفصیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

BACK TO NEWS