د بلخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۹:۵۴
جلسه ماهوار

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت میاشتنۍ غونډه د یاد ولایت د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو د آمرینو په حضور کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو آمرینو د خپلو کړنو د څرنګوالې په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.

په دې کتنه کې د بلخ د مسلکي لېسو او انسټیټونو پر ستونزو او اړتیاوو هم خبرې وشوې.

ورپسې د اجنډا سره سم د عامه پوهاوي د اغیزمنو فعالیتونو، د ورکشاپ د سپارښتنو د تطبیق د څرنګوالي په اړه چې څو ورځې وړاندې په کابل کې جوړ شوی و، د ټولو کارکوونکو لپاره د هویت کارتونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS