د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ د فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۴:۴۶
فراغت

د افغان ټکنالوژۍ د انسټیټوټ د 138 تنه فارغانو د فراغت غونډه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تالار کې ترسره شوه.

دوی د موټرو او ماشین تخنیک، برښنایی انجینرۍ او کمپیوټر ساینس څخه فارغ شول.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي وويله او له هغوى يې وغوښتل چې د علم په زده کړه کې هلې ځلې وکړي.

هغه زیاته کړه، هر هغه علم چې انسان ورته اړتیا لري، زده کول یې فرض دي.

ښاغلي احساس وویل چې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ لامل د ځوانانو پوهه او زیار دی.

 غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو پر ویشلو سره پای ته ورسیده.

د دې مراسمو په یوه برخه کې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو د تولیداتو او نوښتونو نندارتون څخه لیدنه ترسره شوه.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال له نندارتون څخه لیدنه وکړه او نوښتګر زده کړیالان یې وهڅول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS