د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس د فراه له والي سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۰:۴۱
فراه

د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس مفتي سيد احسان الله د فراه له والي ملا نورمحمد روحاني سره وکتل.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر اهمیت خبرې وشوې.

 د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس وويل، دا چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه ټولنې ته کارپوهان وړاندې کوي، نو په اوسنيو شرايطو کې د یادو مرکزونو پراختيا اړينه ده.

 مفتي سيد احسان الله د فراه له والي سره په یاد ولايت کې دمسلکي  ښوونځيو او انسټیټونو د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې. د فراه والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS