د بلخ د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۲:۱۹
بلخ

د بلخ ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدين د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس مولوي ذبيح الله نوراني سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همکاريو په اړوند خبرې وشوې.

دیادونې وړ ده، چې نږدې راتلونکې کې به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شي.

همدارنګه د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي ذبيح الله نوراني هم د یاد ولايت د نفت او ګازو د انسټیټوټ له ورکشاپونو څخه ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS