ښاغلي مولوي صاحب شهامت د تخنیکي زده کړو په مرکزونو کې په عملي زده کړو ټینګار وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۰
tveta

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په عملي زده کړو ټینګار وکړ.

نوموړي د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څېړلو په بهیر کې د دغه ولایت د مرکز له تخنیکي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مولوي شهامت د زده کړیالانو اړتیاوې او ستونزې واورېدې، او ستونزو د حل کولو په برخه کې یې د همکاری وعده ورکړه.

له بل پلوه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي له لوري د دغه مرکز ټول اسناد وکتل شول، او د چارو د سمون په موخه یې هغوی ته اړینې لارښوونې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، د تخنیکي انستیتوت له زده کړیالانو سره د لیدنې په وخت کې وعده وکړه چې د زه کړیالانو لپاره لیلیه جوړیږي، زیاته یې کړه چې د زده کړې دوه مرکزونه د ښار مرکز ته انتقالیږي.

په همدې حال، ښاغلي مولوي شهامت د عملي زده کړو په موخه ورکشاپونو ته د نورو وسایلو، تجهیزاتو او روزنېزو موادو د برابرولو وعده ورکړه.

الحاج مولوي شهامت د هېواد په پرمختګ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت مهم وباله او مسؤلینو ته یې لارښونه وکړه چې د زده کړیالانو ستونزو او اړیتاو ته رسیدګي وکړي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS