په کابل کې د انسټیټونو او لیسو آمرینو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار ترسره شو
د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټونو او لیسو آمرینو لپاره د ظرفیت لوړونې سمینار د ابو ریحان د لوړو زده کړو مؤسسې په همکارۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو د ادارې پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا ترسره شو.
د دغه سمینار موضوع کنټرول او نظارت وه او د ابو ریحان د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي رئیس محمد انور پناهي له خوا وړاندې شو.
د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د آمرینو ظرفیت لوړول وو.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې وړاندې هم د ابو ريحان د لوړو زده کړو مؤسسې په ګډون د خصوصي تحصيلي مؤسسو په همکارۍ تعليمي برنامې جوړې کړې دي.