په کابل ښار کې د خصوصي انسټیټونو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۵:۳
د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس

د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل او د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس مفتي احسان الله قاسمي په حضور کې په کابل ښار کې د خصوصي انسټیټونو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې ښاغلي قاسمي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي انسټیټونو ترمنځ د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

نوموړي د خصوصي انسټیټونو له مسوولينو وغوښتل، چې په يادو مرکزونو کې د زده کړو کيفيت ته پاملرنه وکړي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ټول قوانين، مقررات او لایحې عملي کړي.

د تعلیمي او تحصیلي څارنې او ارزونې ریاست استازي هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اصولو او مقرراتو سره سم په خصوصي انسټیټونو کې د تدریسي چارو پر پرمخ بیولو ټینګار وکړ.

د غونډې په دوام کې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ آمر حبیب الله شیرواني د خصوصي انسټیټونو د هغو وړاندیزونو د تعقیب په اړه مفصل راپور وړاندې کړ چې په تېره غونډه کې مطرح شوي وو.

د غونډې په پای کې د کابل ښار خصوصي انسټیټونو مسوولینو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د ښځینه طبقې لپاره غیر حضورې زده کړو پیلول، د کانکور ازموینې له لارې خصوصي انسټیټونو ته د زده کړیالانو معرفي کول او د یادو انسټیټونو زده کړیالانو ته د تحصیلي بورسونو ورکول د تخنیکي او مسلکي زده کړو د خصوصي سکتور مسوولینو له وړاندیزونو څخه وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۶:۰
Background image

ختیځو ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه د سفر پای

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي سفر ختیځ ولایتونو کونړ، ننګرهار او لغمان ته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ پای ته ورسید. دې ولایتونو ته د سفر موخه د تخنیکي او مسلکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۸:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال د بودیجې د لګښت په چټکتیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتی فضل‌الرحمن فاضل، په یوه ناسته کې د یادې ادارې د بودیجې د لګښت پر چټکتیا ټینګار وکړ. دا ناسته چې د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۳۴
Background image

نږدې زر تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

په ننگرهار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه له ۷۰۰ زیاتو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول. په یادو مراسمو کې د ننگرهار ولایت یو شمېر سیمه. . .

BACK TO NEWS