په پکتیا کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ملکیتونو ستونزې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره شریکې شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۴۶
آمریت پکتیا

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر غلام رسول سعیدي د دغه ولایت په اداري غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه کتنه کې ښاغلي سعیدي د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د ځینو دغو مرکزونو د ودانیو ستونزې یې له سیمه ییزو چارواکو سره شریکې کړې.

د پکتیا سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د هواري په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر د دغه ولایت په اداري غونډه کې د دغه آمریت راتلونکي پلانونه شریک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS