په ټول هېواد کې د مجاهدینو د ادارې او مدیریت پروګرام ښوونیزه لړۍ روانه ده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۳:۲۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم مشرتابه د هدایت پر اساس، په یادې اداره کې یوه طرحه تیاره شوه چې د هغې طرحې پر بنسټ د مجاهدینو لپاره په تخنیکي او مسلکي زده کړو  په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو زمینه مساعده شوه.

د دې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا ترتیب او د ریاست الوزراء مقام لخوا منظور شوې؛ اوس مهال په ټول هېواد کې زرګونه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مدیریتي زده کړو بوخت دي.

همداراز په دې طرحه کې راغلي چې مجاهدین به د ښوونیزې تثبیت سویې وروسته د ادارې او مدیریت په ښوونیز پروګرام کې چې مجاهدینو لپاره ځانګړی شوی؛ جذب کیږي او هغوی ته به د مدیریتي زده کړو بیلابیل پروګرامونه تدریس شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د مسؤلینو په وینا، تر دې دمه زرګونه کسان له دې پروګرام څخه فارغ شوي دي.

بلخوا، مولوي نثار احمد الیاس، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مطبوعاتي دفتر مسؤول، وایي چې هغه مجاهدین چې د ادارې او مدیریت له ښوونیز پروګرام څخه فارغ شوي، د اسلامي نظام په بېلابېلو برخو کې پر خدمت بوخت دي او دغه ژمن کسان به د همدې زده کړو پر مټ د هیواد لپاره د لازیات خدمت کولو جوګه شي.

نوموړي د مجاهدینو سره د علمي همکاریو په برخه کې د زیاتوالي په اړه ټینګار کوي او زیاتوي چې دا بهیر د هغې طرحې پر بنسټ چې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې ده، دوام لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په هیواد کې د تعلیمي سکتور له اړینو ادارو څخه ګڼل کیږي. دا اداره اوس مهال په لسګونو ښوونیزو څانګو کې مسلکي او متخصص زده کوونکي روزي او هغوی د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د کار بازار ته وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS