په هرات ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزي لیلیې د بیارغونې او ترمیم پروژه افتتاح شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۲۸

د هرات ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزي لیلیې د ودانۍ د بیارغونې او ترمیم پروژه، چې څه موده وړاندې د لویدیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست لخوا د ترکیې هیواد «ټیکا» مؤسسې په همکارۍ پیل شوې وه، افتتاح شوه.

ددې پروژې د افتتاح کیدو په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې د لویدیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس مولوي ملتان ذاکر، د ټیکا دفتر مشر عرفات ډینیز او د هرات ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت یو شمیر مسؤلینو، استادانو او زده کونکو هم ګډون درلود.

د لویدیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس په مراسمو کې د وینا پر مهال، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره د غوره ښوونیز فرصتونو په برابرولو کې د ترکیې هیواد «ټیکا» مؤسسې له هر اړخیزو همکاریو څخه قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې، د تیکا مؤسسې مشر عرفات ډینیز د پروژې له پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې تیکا بنسټ به په افغانستان کې د ښوونیزو زیربناو په پراختیا کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره  هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې پروژه کې د لیلیې بیارغونه، د اودس خونه، د طعام خونې جوړول، د «پی وی سی» کړکیو نصبول او نور اړوند موارد شامل دي، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د جنوب‌‌ختیځ زون د تخنیکي زده‌کړو ریاست او د غزني ولایت د صنعت او تجارت ریاست ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د جنوب‌‌ختیځ زون په ریاست کې مسؤلینو د غزني ولایت د صنعت او تجارت له رئیس سره په یوه ناسته کې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې ناسته کې دواړو لورو د دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۰
Background image

د غزني د تخنیکي آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي پروګرام له مخې، شاوخوا ۲۰۰ تنه مجاهدینو د غزني د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د. . .

BACK TO NEWS