په لوګر ولایت کې د کانونو د انستیتوت د محصلینو د عملي کار جریان

لوګر د کانونو انسټیټوټ ساختماني انجینرۍ زده کړیالان په عملي کارونو بوخت دي.
د دې کار په جریان کې، دوی د قالب بندي څرنګوالی زده کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ۶۰ سلنه روزنه عملي ده. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.
د مسلکي او متخصص کاری ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له اصلي موخو څخه دي.