په بادغیس ولایت کې د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې د شاملولو په موخه د مجاهدينو د تعلیمي سویې د تثبیت آزموينه واخیستل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۲۷
تثبیت سویه مجاهدین

په بادغیس ولایت کې یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ادارې او مدیریت په پروګرام کې د شاملیدو او زده کړې په موخه له څه باندې ۲۵۰ تنو مجاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.

دغه پروګرام چې د بادغیس ولایت د سیمه ییزو ادارو د استازو په حضور کې ترسره شو، د بادغیس ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت مسوولینو د تخنیکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د شاملولو په پروسه کې د شفافیت ډاډ ورکړ.

د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا په هیواد کې په لاره اچول شوې ده، مجاهدين به د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د تعلیمي سویې د تثبیتیدو وروسته د اداري او مديريت په برخه کې د زده کړو د دوام په موخه شامل شي .

دا په داسې حال کې ده چې دغه پروګرام د ګڼو ولایتونو په تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS