مولوي غلام حیدر شهامت د موبي ګروپ له یوه پلاوي سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۶
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت د موبي ګروپ له يوه پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

د طلوع ټلویزیون مشر ذبیح الله سادات چې د نوموړي پلاوي سره مل وو؛ دوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د «موبي ګروپ» ترمنځ د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د طلوع نيوز تلویزیون مشر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست سره په خبرو کې د موبي ګروپ په څانګو کې د دغې ادارې د ښوونيزو مرکزونو د فارغانو د جذب يادونه وکړه.

له بلې خوا ښاغلي مولوي شهامت د افغانستان په مثبت پرمختګ کې د ملي رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل، چې حکومت په هېواد کې د ځوانانو، مسلکي کسانو، ژمن او متخصصینو ملاتړ کوي.

د موبي ګروپ مسئولینو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکاریو د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره د ګډې همکارۍ د پیلولو هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS