مولوي غلام حیدر شهامت: د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هوډ لري چې خپل نصاب د بازار له اړتیا سره سم تنظیم کړي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۹:۵
conference

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره له خصوصي سکټور سره د همغږۍ کنفرانس جوړ شو. د کنفرانس په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت وويل، چې د دغه کنفرانس له جوړېدو څخه يې موخه د افغانستان له جدي او عمده ستونزو، بېکاري او بېوزلۍ، حل کول دي.

 ښاغلي شهامت وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلي موخه د بېوزلۍ له منځه وړل او ماهر کاري ځواک روزل دي، هغه وويل، چې دا اداره له ٩٠ کلنې مخينې په درلودلو سره هم ونه توانېده، چې خپل ځاى پيدا کړي، ځکه په تېر کې د بشري او اقتصادي سرچینو په برخه کې د هېواد پر ځان بسيا کېدو لپاره هېڅ موخه نه و.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې دا مهال خصوصي سکټور په ټولو برخو کې ماهر او تجربه لرونکي ځواک ته اړتيا لري. خو د دې پر ځای چې د هېواد له ځوانانو کار واخلي، په زرګونو کارګران له بهر څخه په لوړ معاش راولي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل چې دغه اداره له خصوصي سکټور سره نږدې اړيکې لري. هغه زياته کړه: "خصوصي سکټور بايد خپلې اړتياوې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ته ووايي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د دوی د اړتيا له مخې ماهر کسان وروزي، چې بیا اړتیا پیدا نه شي چې له بهر څخه د نور خلک راشي."

ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هوډ لري چې خپل نصاب د کار له بازار سره سم تنظیم کړي.

په دې مراسمو کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر محمد يونس مهمند وويل، چې اوسمهال خصوصي سکټور د ماشينونو د ترميم لپاره پر بهرنيو انجیرانو تکيه کوي.

ښاغلي مهمند وویل، خصوصي سکټور د ماهر ځواک د کمښت د حل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې رئیس شیرباز کمین زاده په دغه کنفرانس کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه وغوښتل چې د کانونو په برخه کې د ماهر ځواک وروزي.

په دې غونډه کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني هم خبرې وکړې او ویې ویل چې هیواد په ټولو برخو کې پرمختګ ته اړتیا لري.

ښاغلي حقاني د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل، چې د دغه اداره د نوښت په مرکز کې جوړ شوي موټر نړۍ حيرانه کړې ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خصوصي سکټور سره د همغږۍ په کنفرانس کې د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال غلام سعيد احساس هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو  د ملاتړ په موخه د نوښت مرکز جوړ کړى دى.

 د هغه په ​​وينا، تر اوسه په دغه مرکز کې ١٣٨ نوښتونه ثبت شوي دي.

دغه کنفرانس چې د پلان ریاست د رئیس ښاغلي مولوی نیک محمد نیکمل په هڅو په لاره اچول شوی وو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د پیشه ورانو، دوکاندارانو او د شنو صنایعو خونې ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیکونو په لاسلیکولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د ودانیزو کارونو پر مهال د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. یادو زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د تدریسي مدیرانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د معتمدینو ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ. د پکتیا د تخنیکي او مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل. مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS