له 200 څخه زياتو مثمرو ونو همکاري!
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مثمرو ونو د باغ سره د ميدان وردګو ولايت دچک ولسوالۍ کثير الرشتوي انستيتوت آمر ښاغلي استاد مجيب الرحمن جواد د 210 مثمرو ونو همکاري وکړه چي ناک، آلوفارموسی، بادام، ګيلاس او شفتالو پکې شامل و، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت يې قدردانی وکړه او دعا یې وکړه چې الله (ج) یې په جاریه صدقه کې ورته حساب کړي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري د هدایت سره سم په ټولو ولاياتو کې د ونو ايښودو کمپاين پيل شوی چې تر اوسه پورې لسګونه زره ونې د استادانو، محصلينو او هيوادوالو په مرسته کينول شوې دي، چې دا کار د هیواد د بیا رغونې امیدونه زیات کړي.