د کندز د کرنې په انستیتوت کې د لنډو حرفوي کورسونو پیل
د کندز ولایت د کرنې او وترنرۍ په انستیتوت کې د خیاطۍ او د مبایل د ترمیمولو په برخو کې حرفوي لنډ مهاله کورسونه پیل شول.
دا پروګرام د دریو میاشتو لپاره دی او محصلینو ته په اړونده برخو کې په نظري او عملي ډول روزنه ورکول کیږي.
حرفوي کورسونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې له دې پروګرام څخه زرګونه کسان فارغ شوي او ډیری فارغان یې په ښار او سیمه کې په دندو بوخت دي.