د کرنې او خوراکي توکو د پروسس انسټیټوت کې د لنډ مهاله حرفوي کورس پیل
دغه دری میاشتنی حرفوي کورس د کابل ښار د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون ریاست له خوا په لاره اچول شوی دی.
په دغه پروګرام کې د بدنجان رومي او مرخیړیو برخې له ۴۰ څخه زیاتو کسانو ته تدریس کیږي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس عبدالودود هوتک د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پر اهميت د ټينګار تر څنګ وويل، چې د کسب او حرفې په زده کولو سره « کولای شو حلاله روزې ترلاسه کړو.»
دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د مهارتونو ورزده کولو او د هغوی د کارپنځونې په موخه په لاره اچول کیږي.