د کاپیسا ولایت کوهبند مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو د خاورې په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۱۸

د کاپیسا ولایت کوهبند مسلکي انسټيټوټ د لسم ټولګي زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په قالب کې د خاورې او د خاورې د « پي اچ » تعین کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د خاورې او د پی اچ سنج ماشین په واسطه د خاورې د « پي اچ » تعین کولو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

عملي زده کړې د محصلینو سره مرسته کوي څو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۹
Background image

د خدماتي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټورېزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست په مرسته، د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۸
Background image

د غزني په زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د یو پسه بریالی عملیات ترسره شو

د غزني ولایت د زراعت او وترنرۍ انسټیټیوټ استادانو او محصلینو د یوې عملي روزنیزې جلسې په ترڅ کې وتوانېدل د یو پسه چې د پلاستیکي موادو خوړلو له امله یې د هاضمې سیستم بند شوی و په. . .

BACK TO NEWS