د کاپیسا د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ محصلینو ته د پیوند کولو د ډولونو په اړه روزنه ورکړل شوه
د کاپيسا ولايت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلينو ته د یاد انسټيټيوټ په څېړنيز فارم کې د پیوند کولو د ډولونو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د پیوند د ډولونه، د پیوند کولو اهدافو او د پیوند کولو وخت په اړه هم په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
عملي زده کړې د محصلینو سره مرسته کوي څو د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.