د کابل په ۱۰ مرکزونو او دوو ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لنډ مهاله حرفوي کورسونه په لاره اچول شوې

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۵:۲۱
کورس‌های کوتاه‌مدت حرفوی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رياست په دې وروستيو کې د دغه ادارې په لسو ښوونيزو مرکزونو کې لنډ مهاله حرفوي کورسونه په لاره اچولې دي.

دغه روزنیز کورسونه اوس مهال د کابل ښار په انسټیټونو او هلمند او تخار ولایتونو کې جریان لري.

په دغه کورسونو کې د دری میاشتو لپاره د خیاطۍ او موبایل ترمیم زده کړې ورکول کیږي.

دغه روزنیز کورسونه د هیوادوالو د روزلو او د هغوی د کارموندنې په موخه په لاره اچول کیږي.

د دغه کورسونو ډیری فارغان له فراغت وروسته د یو کسب او دندې خاوندان کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس له ولایتي مسئولینو سره آنلاین ناسته وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس، محترم اختر محمد عامر، په یوه انلاین ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو له رئیسانو او د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS