د ښوونکي نړيوالې ورځې په مناسبت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې درهبري پيغام!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۴:۲۴
د ښوونکي نړيوالې ورځې

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد الله رب العالمين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين اما بعد:

لَقَد مَنَّ اللَّهُ عَلَى المُؤمِنينَ إِذ بَعَثَ فيهِم رَسولًا مِن أَنفُسِهِم يَتلو عَلَيهِمْ آياتِهِ وَيُزَكّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الكِتَابَ وَالحِكْمَةَ وَإِن كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (الایة) اَوْ کَمَا قَالَ رَسُوْلُ اللهِ (إنَّما بُعِثْتُ مُعَلِّمًا)(الحدیث).

معززو او د قدر وړ ښوونکو او استادانو!

اَلْسَّلَامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ!

ستاسو هوساينه، ستاسو عزت او سر لوړي زموږ هیله ده، خوشحاله یو چې د ښوونکي نړيوالې ورځې د را رسیدو په مناسبت چې د میزان له 13 نیټې سره برابره ده، د ګران هیواد ټولو ښوونکو، استادانو، زده کوونکو، محصلينو، دښوونيز سکتور لارویانو او درنو هیوادوالو ته د زړه له کومي د ښوونکي ورځې مبارکي وايو.

معززو ښوونکو! ستاسو د مقام، ویاړ، عزت، سرلوړی او په ټولنه کې د ستر دریځ لپاره د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یوازې هغه سپیڅلی ارشاد کفایت کوي چې فرمايلي يې دي: (انما بعثت معلماً)

ژباړه: په تحقیق سره زه ښوونکی را لیږل شوی یم.

غواړو تاسو ته د دې ستر مقام، عزت، ویاړ او مخکښ دریځ مبارکي ووایو چې لوی خدای (جل جلاله) په ځانګړي ډول ښوونکي ته ورکړی دی.

موږ پوهېږو چې میړنی، تعلیم پروره، مجاهد او غيور ولس د بلې هرې انساني ټولنې په څېر د خپل هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره د زده کړې او له هغه څخه د خپلو چارو د سمون په برخه کې د ګټې اخیستنې پرته بله لاره نه لري او یوازې علم دی چې د انسانانو د نیکمرغۍ، سرلوړۍ او په نړیواله ټولنه کې یې د مطرح کولو او بدلون سبب ګرځي.

دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د ښوونکي نړیواله ورځ ګرانو هیوادوالو او درنو ښوونکو ته نیکمرغه او له خوښيو ډکه غواړي، له ټولو قدرمنو ښوونکو او استادانو څخه هیله لري چې دهیواد د بچیانو د تخنيکي، مسلکي، حرفوي او فکري روزنې په لاره کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. خپل هیواد، ټولنه او ولس د علم په ګاڼه سمبال کړئ تر څو د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سره سیال شو.

معززو ښوونکو! د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره ستاسو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه لري، ستاسو معاشاتو او کادري امتياز ته يې رسيدګي کړې ده چې د همدې کال د پیل څخه به سل سلنه تاسو ته اجراء کړي، دارنګه د ا.ا.ا رهبري هڅه کوي چې د امکاناتو د مهیا کېدو سره سم د معاشاتو او امتیازاتو دزیاتوالي په برخه کې اقدام وکړي.

په پاي کې د درنو ښوونکو او استادانو د زحمتونو او هڅو څخه د یادونې ترڅنګ، د هغو ښوونکو روح ته چې د ښوونيز سکتور په لاره کې د مختلفو پیښو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دالله (جل جلاله) له درباره بخښنه او لوړې درجې غواړو.

والسلام

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS