د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ژمنه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۳:۱۵
انستیتوت کثیرالرشتوی چک

د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ آمر مجیب الرحمن جواد د دغه ولسوالۍ له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د زده کړو زمینې برابرولو ژمنه وکړه.

ولسوال مولوي سردار احمد ثابت، امنيه قوماندان مولوي نقيب الله ذاکر او د چک ولسوالۍ د استخباراتو مدير قاري سلطان محمد تميم په دغه ولسوالۍ کې د کثيرالرشتوي له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ آمر د دغه ولايت د چک ولسوالۍ له سيمه ييزو چارواکو سره په کتنه کې د ياد انسټیټوټ د فعاليتونو، لاسته راوړنو، پرمختګونو او نوښتونو په اړه خبرې وکړې.

 نوموړي وويل چې اوسمهال د چک کثیرالرشتوي په انستيتوت کې ٣١٦ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

ښاغلي جواد د چک  له سیمه ییزو چارواکو سره ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت مجاهدینو ته به د چک په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS