د پکتیکا ولایت د محبوسینو لپاره د موټرسایکل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۲۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پکتیکا ولایت د محبوسینو او په نشه یي توکو روږدو کسانو ته د موټرسایکل ترمیم لنډ مهاله روزنیز پروګرام پیل کړ.

دغه پروګرام د پکتیکا د محبس د یو شمیر بندیانو او په نشه یی توکو روږدو کسانو لپاره جوړ شوی، چې دې پروګرام د پیلولو موخه د بندیانو او په نشه یي توکو د روږدو کسانو د  پوهې کچې لوړول او د کاري زمینې رامنځته کول دي.

د دغه پروګرام ګډونکوونکو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او د یادې ادارې له مسوولينو يې وغوښتل چې دغه شان پروګرامونو ته لاهم دوام ورکړي.

ده په داسې حال کې ده چې اوس مهال تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د  هیواد په یو شمیرولايتونو په محبسونو کې د بنديانو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره لنډ مهاله ښوونيز پروګرامونه په لاره اچولي دي او عملا جریان لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS