د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس د تخار له والي سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۶:۲۴
رییس پلان و هماهنگی استراتیژیک

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل او ورسره مل پلاوي د تخار له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغه کتنه کې ښاغلي نیکمل د کار د بازار د ودې او د بې وزلۍ په راکمولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت د خبرو په ترڅ کې د تخار له والي څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ملکیتونو ستونزو د هواري په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تخار والي د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د کړنو ستاینه وکړه او له دغه آمریت سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

نوموړي د تخار د تخنيکي او مسلکي زده کړو د انسټيټيوټ د ودانۍ مسئلې ته په اشارې سره وويل، هڅه کېږي چې دغه ستونزې حل او د تخنيکي او مسلکي معياري زده کړو زمینه برابره شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس د تخار د تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ له ودانۍ څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS