د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ ریاست د ناروې له کمیټې سره ناسته ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل په افغانستان کې د ناروې کمیټې له مسوولینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د ګډو همکاريو په هکله خبرې وکړې.
د ناروې د کمیټې مسوولینو ژمنه وکړه چې د کرنې په برخو کې چې له هغې ډلې ځنګلات د کرنیزو فارمونو جوړول او بڼوالي ده همکاري کوي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس له دغې ادارې سره د ناروې د کميټې د همکارۍ له امله مننه وکړه او د دغې ادارې له خوا يې د ناروې له کميټې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.