د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ ریاست عملیاتي پلان وڅیړل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۵:۴۳
plan

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ ریاست د ۱۴۰۲ کال عملیاتي پلان د دغه ادارې د سرپرست ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ په یوه غونډه کې وڅېړل شو.

په دې کتنه کې د دغه ریاست د پلان او ستراتيژيکې پالیسۍ آمر روح الله شفيق د دغه رياست د عملیاتي پلان په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په پاي کې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ ریاست ته د عملیاتي پلان د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تر اوسه څو ریاستونو خپل پلانونه وړاندې کړي او دا لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

BACK TO NEWS