د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ ریاست د انافي مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۵:۵۵
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس ښاغلي مولوي نیک محمد نیکمل په افغانستان کې د انافي مؤسسې له اجرایوي رئیس حسیب الله "امیني" سره خبرې اترې وکړې.

په دغې کتنه کې د دغې ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې په حرفوي څانګو کې د کارپیداکولو د ایجاد په موخه د یوې پروژې د پیل په اړه هم خبرې وشوې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس د انافي مؤسسې له مسئولینو څخه له دغې ادارې سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او له انافي مؤسسې سره یې د دغې ادارې د همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS