د هلمند ولایت مرکز میخانیکي عالي لېسې زده کوونکي د سولر سیسټم له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۵۳

د سولر سیسټم په برخه کې لنډمهاله مسلکي روزنیز پروګرام، چې مخکې د هلمند ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دغه ولایت په میخانیکي عالي لېسې کې پیل شوی و، پای ته ورسید.

په دې لنډمهاله مسلکي پروګرام کې، زده کوونکو د تېرو دریو میاشتو په ترڅ کې د کور سولر سیسټمونو نصبول، تنظیمول او فعالول، د سولري ای سي / ډي سي انرژۍ په مرسته د اوبو پمپونو چلول، د سیسټم خوندیتوب، میټر کولو او د تخنیکي ستونزو تشخیص کولو مهارتونه په عملي ډول زده کړل.

د دې پروګرام پای مراسمو کې، د هلمند ولایتي مسؤلينو د ځوانانو لپاره د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو په چمتو کولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه له ځوانانو سره په کارموندنه او ځان بسیاینې کې مرسته کوي.

په ورته وخت کې، فارغانو د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو څخه خپل رضایت څرګند کړ او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه دوی سره په ټولنه کې د بیا مدغم کېدو او د دوی په راتلونکي کې د مثبت بدلون په رامینځته کولو کې اغیزمن رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې د دې پروګرام په پای کې، له دغه روزنیز پروګرام څخه فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS